ډاکټر نجیب وردګ د آسان خدمت له رئیس سره وکتل

    نن شنبه ۱۳۹۵ د سلواغې ۲۳مه، د مالیې وزارت د سي بي آر (CBR) رئیس ډاکټر نجیب وردګ له آسان خدمت ادارې څخه لیدنه وکړه.
     ښاغلي وردګ د آسان خدمت له ټیم سره د دې ادارې د تشکیلاتو او حقوقي چارچوکاټ په اړه تفصیلي خبرې اترې وکړې او ګټورې مشورې او نظرونه یې شریک کړل، چې په راتلونکي کې به ترې ګټه پورته کېږي.