د پاسپورټ ریاست لپاره لومړنی معلوماتي ورکشاپ دایر شو

    نن د کب پنځم د ۱۳۹۵۵ کال د آسان خدمت له لوري د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست لپاره لومړنی معلوماتي او روزنیز ورکشاپ دایر شو!
    په دغه ورکشاپ کې د آسان خدمت رئیس، د تاریخچې، فرصتونو، پرېکړه لیکونو، د پېچلو پروسو د ساده سازۍ، د ساده سازۍ د میتودونو، د آسان خدمت د ودانیو، د معلوماتي ټکنالوژۍ، د ښوونې سیسټم، د ښوونې میتودونو، د ظرفیتونو د لوړونې، د آسان خدمت د حقوقي چارچوکاټ، پالیسۍ او ستراتېژۍ په اړه عمومي او اړین معلومات وړاندې شول چې د پاسپورټ ریاست د کارکونکو له لوري یې هرکلی وشو. آسان خدمت د عامه خدمتونو د وېش په برخه کې د موثریت، مثمریت، روڼوالي او نوښت په لور یو ګام دی چې له پلي کېډو سره به یې افغان ښاریان له پېچلو پروسو څخه خلاص شي او تر ډېره بریده به خدمتونه په الکټرونیکي او آنلاین بڼې وړاندې شي.

    د پاسپورټ رئیس ښاغلی سید عمر صبور چې نوښتګر سړی دی غواړي د پاسپورټ ریاست د کورنیو چارو وزارت لومړنۍ اداره شي چې د آسان خدمت له مرکز سره نښلول کېږي. د ددې ورکشاپ پر مهال ښاغلي صبور ډاډ ورکړ چې د آسان خدمت ادارې سره به خپله بشپړه همکاري ساتي او ددې طرحې د تطبیق په موخه به خپلې مرستې ونه سپموي.