د مالیې وزارت اداري مرستیال له آسان خدمت څخه لیدنه وکړه

    نن سه شنبه د ۱۳۹۵ کال د کب په ۱۰۰مه، د مالیې وزارت اداري مرستیال ښاغلي عبدالقاهر حیدري له آسان خدمت څخه لیدنه وکړه.

    دوی د آسان خدمت د ترسره شوو فعالیتونو (د پروسو له ساده سازۍ، د ظرفیت لوړونې له پروګرامونو، د معلوماتي ټکنالوژۍ له سیسټمونو او...) هرکلی وکړ او ویې ویل چې د آسان خدمت له جوړېدو سره به د عامه خدمتونو په بهیر کې بې ساری روڼوالی او چټکتیا رامنځته شي او له همدې لارې به وکولای شو، چې د خلکو او دولت تر منځه واټن له منځه یوسو. دوی زیاته کړه، چې آسان خدمت ټیم د هیواد راتلونکی دی او هیله دا ده، چې دغه ځوان ټیم به د وړ او مجربو مشرانو ځای ونیسي او هیواد به د پرمختګ او سیالۍ پر لور سوق کړي.