آسان خدمت د پېژندپاڼو ریاست کارکوونکو ته معلوماتي ورکشاپ دایر کړ

    نن سه شنبه د ۱۳۹۵ کال د کب په ۱۰۰مه، د آسان خدمت له خوا د کورنیو چارو وزارت د پېژندپاڼو ریاست ته معلوماتي ورکشاپ دایر شو.


    د ورکشاپ په پېل کې د آسان خدمت بېلابېلو متخصصینو د یادې ادارې د تاریخچې، فرصتونو، پرېکړه لیکونو، د پېچلو پروسو د ساده سازۍ، د ساده سازۍ د میتودونو، د آسان خدمت د ودانیو، د معلوماتي ټکنالوژۍ، د ښوونې سیسټم، د ښوونې میتودونو، د ظرفیتونو د لوړونې، د آسان خدمت د حقوقي چارچوکاټ، پالیسۍ او ستراتېژۍ په اړه عمومي او اړین معلومات وړاندې کړل.

    ورپسې د پېژندپاڼو ریاست د ډیجیټلایزیشن برخې مشر ښاغلي زمري باهر له ورکشاپ څخه خوښي وښوده او ویې ویل: مونږ د آسان خدمت د فعالیتونو پر ارزښت پوهېږو او لېوال یو چې ژر تر ژره یې کارونه پېل شي. د دوی په وینا آسان خدمت هغه اداره ده، چې زمونږ وطن به د عامه خدمتونو په برخه کې له شته ننګونو څخه خلاص کړي او د یو منظم خدماتي سیسټم لرونکي به شو.