د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) عمومي رئیس د آسان خدمت له رئیس سره وکتل

    نن چهارشنبه ۱۳۹۵ کال د کب په ۱۱۱مه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP)عمومي رئیس داګلاس کی د آسان خدمت ادارې له مشر ښاغلي شهزاد آریوبي سره د آسان خدمت په مرکزي دفتر کې ناسته وکړه.


    په دې ناسته کې ښاغلي آریوبي د آسان خدمت ماډل په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او د ادارې په راتلونکو فعالیتونو او پلانونو یې رڼا واچوله. دوی وویل چې له آسان خدمت سره به ډېر ژر زمونږ پاشلی بایومټرک سیسټم، مرکزي بڼه غوره کړي او د دولتي چارې به لامنظمې شي.


    ښاغلي داګلاس کی د آسان خدمت له فعالیتونو خوښي وښوده او ویې ویل " دا یو ښه فرصت دی، چې د آسان خدمت په څېر د یوې پیاوړې ادارې له لارې د خلکو خدمت وشي. مونږ هیله لرو، چې په راتلونکو کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام د سیمه ایزې حکومتولۍ برخه له آسان خدمت سره په ګډه کار وکړي او د عامه خدمتونو په برخه کې د خلکو خدمت وکړي".