د پاسپورټ سیسټم د رغونې، ارتقا او بیاتنظیمونې هوکړه لیک لاسلیک شو

    نن پنجشنبه د ۱۳۹۵ کال د کب په ۱۲۲مه، د آسان خدمت په استازیتوب د مالیې وزارت اداري مرستیال ښاغلي محمد قاهر حیدري او د پاسپورټ ریاست په استازیتوب د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال ښاغلي اکرام الدین یاور تر منځ د پاسپورټ سیسټم د رغونې، ارتقا او بیاتنظیمونې په هکله هوکړه لیک لاسلیک شو.


    د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال ښاغلي یاور د آسان خدمت له رئیس ښاغلي شهزاد آریوبي څخه د مننې په ترڅ کې وویل، آسان خدمت لکه څنګه یې چې نوم دی، د عامه خدمتونو د پروسو د ساده کولو او آسانه کولو په برخه کې ځانګړی ارزښت لري. د آسان خدمت له لارې مونږ د برښنايي حکومتولی خوا ته ځو او د عامه خدمتونو د بهیر په ساده کولو او چټکولو د هیوادوالو خدمت کوو.


    ورپسې ښاغلي حیدري وویل: "د ننني هوکړه لیک په وساطت د پاسپورټ ریاست یو نوی قدم اخلي او هیوادواولو ته د پاسپورټ اخیستنې بهیر ساده کوي. تاسو ته څرګنده ده، چې په دې وروستیو کې د جلالتمآب ولسمشر په سپارښتنه او د مالیې وزیر په پرلپسې هلو ځلو د آسان خدمت اداره جوړه شوه، تر څو د عامه خدمتونو په بهیر کې شته ستونزې له منځه یوسي، اوسنۍ پېچلې پروسې ساده کړي او خلکو ته په دې برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي، چې نننی هوکړه لیک هم د دغې موخې لومړنی قدم دی".