د کریمینل تخنیک ریاست کارکوونکو ته معلوماتي ورکشاپ دائر شو

    نن چهار شنبه د ۱۳۹۵ د کب په ۱۸۸مه، آسان خدمت د کورنیو چارو وزارت د کریمینل تخنیک ریاست کارکوونکو ته د آسان خدمت ادارې په اړه معلوماتي ورکشاپ دائر کړ.


    د ورکشاپ په پېل کې د آسان خدمت بېلابېلو متخصصینو د یادې ادارې د تاریخچې، فرصتونو، پرېکړه لیکونو، د پېچلو پروسو د ساده سازۍ، د ساده سازۍ د میتودونو، د آسان خدمت د ودانیو، د معلوماتي ټکنالوژۍ، د ښوونې سیسټم، د ښوونې میتودونو، د ظرفیتونو د لوړونې، د آسان خدمت د حقوقي چارچوکاټ، پالیسۍ او ستراتېژۍ په اړه عمومي او اړین معلومات وړاندې کړل.


    ورپسې د کریمینل تخنیک رئیس مل پاسوال ښاغلي محمد ایاز قیومي د آسان خدمت له متخصصینو څخه د ګټور ورکشاپ له دائرولو مننه وکړه او ویې ویل: "د کورنیو چارو وزارت او په ځانګړي ډول د کریمینل تخنیک ریاست د معلوماتي ټکنالوژۍ د ودې او د ډیجیټلایزیشن خوا ته د تګ پلوي کوي او هیله لري، چې د آسان خدمت ادارې له جوړېدو سره د بایومټرک سیسټم اوسنۍ ستونز هوارې شي او د یو منظم بایومټرک سیسټم خاوندان شي". دوی وویل، چې آسان خدمت له آذربایجان څخه رالېږدېدونکی تجربه شوی سیسټم دی، چې د افغانستان لپاره یې ګټه حتمي او ډاډمنه ده. د دوی په وینا کریمینل تخنیک ریاست له آسان خدمت سره د هر ډول همکارۍ ژمنه کوي او هیله لري، چې په دغسې یو عصري چاچوکاټ کې د خپلو هیوادوالو خدمت وکړي.