د پاسپورټ ریاست کاري ټیم د آسان خدمت ادارې له تخنیکي ټیم سره ناسته وکړه

    چهار شنبه، ۱۳۹۵ د کب ۲۵۵مه، د آسان خدمت تخنیکي ټیم او د پاسپورټ ریاست پلاوي تر منځ ناسته وشوه، چې پکې د یادې ادارې رئیس مل پاسوال سید عمر صبور او کاري ټیم ته یې د پاسپورټ د نویو سیسټمونو د فعالیتونو او پرمختګونو په اړه ځانګړی پرزنټېشن وړاندې شو.


    د ناستې په پېل کې د آسان خدمت د تخنیکي ټیم له خوا د پاسپورټ د نویو سیسټمونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول، ورپسې د یادو سیسټمونو اړوند د پوښتنو او ځوابونو لړۍ ترسره شوه او په پای کې د راتلونکو فعالیتونو او پلانونو په اړه تفصیلي خبرې اترې وشوې.