آسان خدمت خپلو کارکوونکو ته د داخلي چلندونو اجباري ورکشاپ دائر کړ

    نن یکشنبه، د ۱۳۹۵ د کب ۲۹۹مه، د آسان خدمت ادارې، د ظرفیت لوړونې څانګې، خپلو کارکوونکو ته د داخلي اداري چلندونو، رویو او اړیکو په اړه اجباري ورکشاپ دائر کړ.


    په دغه وکشاپ کې د آسان خدمت ادارې د ارزښت تر څنګ د اداري اخلاقو، رښتینولۍ، د مسوولیت احساس، د متقابل احترام، د جنسي اذیت، د پیاوړه داخلي اړیکو او له صلاحیتونو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په اړه ګډونوالو ته تجربه شوي هر اړخیز معلومات وړاندې شول. په پای کې د کارکوونکو د خوښۍ او ناخوښۍ په اړه یوه سروې ترسره شوه، چې هر یو کارکوونکي به د نورو کارکوونکو په اړه، په مخفي توګه خپل نظرونه لیکل او بیا له اړوند شخص سره شریکېدل.


    په پام کې ده، چې آسان خدمت به وخت په وخت دغه ډول ګټور اجباري ورکشاپونه خپلو کارکوونکو او همداراز د هغو اړوندو ادارو کارکوونکو ته برابروي، چې په راتلونکې کې به له آسان خدمت سره ګډ کار کوي.