د معلوماتي ټکنالوژۍ په چارو کې د ولسمشرارشد سلاکار له آسان خدمت څخه لیدنه وکړه

    نن سه شنبه، د ۱۳۹۶ کال د وري په ۸مه، د معلوماتي ټکنالوژۍ په چارو کې د ولسمشرارشد سلاکار ښاغلي رفیع الدین ملکزی له آسان خدمت ادارې څخه لیدنه وکړه.

     

    ښاغلي ملکزي په دې لیدنه کې د آسان خدمت د بېلابېلو څانګو د فعالیتونو جائزه واخیسته او د یادې ادارې له متخصصینو څخه یې د ترسره شوو فعالتونو، اوسني وضعیت او راتلونکو پلانونو په اړه پوښتنې وکړې. دوی د آسان خدمت له مشر ښاغلي شهزاد آریوبي سره د ناستې پر مهال د آسان خدمت د ترسره شوو کارونو(آسان وظیفه، د کار بازار، د پاسپورټ سیسټم، روزنیزو ورکشاپونو، د پېچلو خدماتي پروسو ساده کولواو په ځانګړي ډول د دولتی سیستمونو د رغولو او معیاري کولو) ستاینه وکړه او ویې ویل، چې آسان خدمت اداره به د عامه خدمتونو په وړاندې کولو، د فساد په مخنیوي او د برښنايي حکومتولۍ په برخه کې ډېره اغېزمنه ثابته شي.