ښاغلي اسحاقزي د آسان خدمت له رئیس سره وکتل

    نن سه شنبه، د ۱۳۹۶ د وري په ۲۹ مه، د آذربایجان جمهوریت لپاره د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام (UNDP) استازي ښاغلي غلام محمد اسحاقزي له آسان خدمت ادارې څخه لیدنه وکړه.

     

    نوموړي د آسان خدمت د فعالیتونو، پلانونو او لاسته راوړنو په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړل او ویې ویل، چې د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام به د افغانستان او آذربایجان د اړیکو لپاره د پل حیثیت ولري. دوی وویل، چې یاده اداره به له آسان خدمت سره په بنسټیزو کارونو او په ځانګړي ډول تخنیکي او پرمختیایی برخه کې همکاره پاتې شي.