د (AfSIG) په اړه دوه ورځنی کنفرانس دایر شو

    د معلوماتی ټیکنالوژۍ د متخصصینو ملي بنسټ (NITPAA) ادارې له خوا په افغانستان کې پر انټرنیټ د واکمنۍ ښوونځي (AfSIG) په اړه دوه ورځنی کنفرانس په کاروان خصوصي پوهنتون کې دایر شو، چې د ګڼو مسلکي او اکاډمیکو ادارو استازو پکې د انټرنیټي حکومتولۍ، انټرنیټي درغلیو، انټرنیټي مصوونیت، انټرنیټی فوایدو، د انټرنیټي ډیټا د خوندیتوب، د ډیټا د خوندیتوب په اړه د مدني ټولنو مسوولیت، او... په اړه پرزنټیشنونه وړاندې شول. په دغه کنفرانس کې د آسان خدمت ادارې رئیس ښاغلي شهزاد آریوبي د یادې ادارې د حقوقي چارچوکاټ، ترسره شوو فعالیتونو، لاسته راوړنو، موخو، ننګوونو او په ټوله کې د عامه خدمتونو د پېچلو پروسو د ساده سازۍ او د دغه بهیر د چټکتیا او اغېزمنتیا په اړه معلوماتي پرزنټیشن وړاندې کړ، چې د ګډونوالو له خوا یې هرکلی وشو.