د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه د ولسمشر سلاکار آذربایجان ته رسمي سفر وکړ

    ۱۳۹۶ د غويي ۱۶مه
    د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د ولسمشر ارشد سلاکار ښاغلی رفیع الدین ملکزی او د آسان خدمت ادارې رئیس ښاغلی شهزاد آریوبي د همکاریو د پیاوړتیا او د چارو د ښه تنظیم په موخه آذربایجان ته په یو رسمي سفر تللي وو.


    په دغه سفر کې ښاغلي ملکزي او ښاغلي آریوبي د آذربایجان د جمهوري ریاست له اداري رئیس، د ټرانسپورټ، اړیکو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، د عامه خدمتونو او ټولنیزو نوښتونو د ملي ادارې له چئرمین او د آسان خدمت له عملیاتي رئیس سره په خپلو لیدنو کې د پېژندپاڼې، پاسپورټ، بایومټریک، ERP او د آسان لاسلیک (Asan Emza) سیسټمونو په اړه بحثونه وکړل او د دواړو هیوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا او په ځانګړې ډول د آسان خدمت ادارې پر کارونو یې تفصيلي خبرې اترې وکړې. د آذربایجاني چارواکو له خوا ډاډ ورکړل شو، چې آذربایجان به له دوست هیواد افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او د آسان خدمت ماډل په عملي کولو کې به خپلې مرستې لا ګړندۍ کړي.