د تقاعد ریاست کارکوونکو ته معلوماتي ورکشاپ دائر شو

    نن پنجشنبه، ۱۳۹۶ د غويي په ۲۱۱مه، آسان خدمت ادارې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د تقاعد ریاست کارکوونکو ته معلوماتي ورکشاپ دائر کړ.
    په پېل کې د آسان خدمت رئیس د نورو معلوماتي غونډو په څېر د یادې ادارې د تاریخچې، فرصتونو، پرېکړه لیکونو، د پېچلو پروسو د مطالعې او ساده سازۍ، د ساده سازۍ د میتودونو، د آسان خدمت د ودانیو، د معلوماتي ټکنالوژۍ، د روزنې سیسټم، د روزنې میتودونو، د ظرفیت لوړونې، د آسان خدمت د حقوقي چارچوکاټ، پالیسۍ او ستراتېژۍ په اړه عمومي معلومات وړاندې کړل.
    ورپسې د آسان خدمت د ظرفیت لوړونې د برخې مسوول د مدیریت، د وخت د مدیریت په ګټو، د ورځنیو کارونو د تنظیمولو او د دفتري چلندونو په اړه ګټور معلومات وړاندې کړل، چې پکې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل شول.
    په پای کې د آسان خدمت تخنیکي سلاکار ښاغلي خلیل پوپل د اړوندو ادارو د اوسنیو پېچلو پروسو د مطالعې او ساده سازۍ تفصیلي خبرې اترې وکړې، چې د ګډونوالو له لوري یې هرکلی وشو.