د پاسپورټ اوسنی سیسټم نوی کېږي

     

     

    نن چهارشنبه د ۱۳۹۶ د غويي په ۲۷مه، آسان خدمت د یوې غونډې په ترڅ کې، چې ګڼو لوړپوړو دولتي چارواکو او د نړیوالو بنسټونو استازو پکې ګډون کړی ؤ، د پاسپورټ تجدید شوی سیسټم معرفي کړ. د غونډې په پېل کې د آسان خدمت رئیس ښاغلي شهزاد آریوبي د آسان خدمت (ماډل) په اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او د پاسپورټ د تغیر شوي او نوي کړای شوي سیسټم په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

    نوموړي د اړوندو ادارو له غوره همغږۍ څخه د مننې تر څنګ، دعامه خدمتونو د ساده شوو پروسو او پهځانګړي ډول د پاسپورټ د نوي سیسټم پر ګټو او هوساینې خبرې وکړې.
    ورپسې د یادې ادارې تخنیکي مشاور احمد رضا خاور د نوي سیسټم په اړه یو پرزنټېشن وړاندې کړ او له یاد سیسټم څخه د انټرنیټ له لارې د ګټې اخیستنې طریقه په عملي بڼه وښوده.

     

     

     

     

     


    د مالیې وزارت سرپرست اداري مرستیال محمد قاهر حیدري د آسان خدمت له تخنیکي ټیم څخه مننه وکړه او ویې ویل "دا د خوښۍ ځای دی چې افغان کدرونه د دې جوګه شوي، چې د خپلو خلکو لپاره دغسې پرمختللي سیسټمونه جوړ کړي او خپل وطن د نورو هیوادونو له محتاجۍ څخه خلاص کړي".


    په پای کې د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ رئیس ښاغلي سید عمر صبور له آسان خدمت ادارې څخه مننه وکړه او د پاسپورټ د نوی سیسټم لاسته راوړنه یې د عامه خدمتونو د بهیر د چټکتیا او روڼتیا پېلامه وګڼله.