د آسان خدمت پلاوي د کار او ټولنیزو چارو وزیر سره وکتل

     

     

    د آسان خدمت یو پلاوي د دې ادارې د عمومي رئیس ښاغلي شهزاد آریوبي په مشرۍ د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو سرپرست وزیر ښاغلي فیض الله ذکي سره وکتل.


    په دې لیدنه کې ښاغلي آریوبي نوموړی وزیر ته د دواړو ادارو د ګډ کار (آسان وظیفه "job portall"، د کار بازار سیسټم "LMIS"، د کورنیو او بهرنیو وګړو لپاره د کار جواز د پروسو د ساده سازۍ او آنلاین کولو) په اړه معلومات ورکړل. دوی له ښاغلي ذکي سره د تقاعد سیسټم د ساده کولو او آنلاین کولو په اړه خپل وړاندیزونه او د ستونزو د حل او له اوسني بحراني وضعیت څخه د خلاصون په موخه خپله پېشنهادي طرحه شریکه کړه، چې ښاغلي وزیر یې هرکلی وکړ.

    نوموړي دغه طرحه با ارزښته وبلله او د تقاعد سیسټم د پروسې په ساده سازۍ کې یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
    ښاغلي فیض الله ذکي له آسان خدمت ادارې څخه مننه وکړه او د برښنايي حکومتولۍ په برخه کې یې د دې ادارې هلې ځلې وستایلې. د دوی په وینا د عامه خدمتونو د بهیر پیاوړتیا او چټکتیا د دولت او ولس تر منځ واټن ختموي او دا کار د هیواد د روښانه راتلونکي ضامن ګرځي.