د ټرافیکو ریاست مدیرانو ته معلوماتي ورکشاپ دایر شو

     


    نن چهارشنبه د ۱۳۹۶ د غبرګولي په ۳۳مه، آسان خدمت ادارې د ټرافیکو ریاست مدیرانو او یو شمېر نورو کارکوونکو ته معلوماتي ورکشاپ دایر کړ، چې شاوخوا څلوېښت (۴۰) کسانو پکې ګډون کړی و.


    په پېل کې د آسان خدمت رئیس د آسان خدمت پر ماډل، د یو پرزنټېشن لا لارې رڼا واچوله. دوی د آسان خدمت د تاریخچې، فرصتونو، پرېکړه لیکونو، د پېچلو پروسو د ساده سازۍ، د ساده سازۍ د میتودونو، د آسان خدمت د ودانیو، د معلوماتي ټکنالوژۍ، د روزنې سیسټم، د روزنې میتودونو، د ظرفیت لوړونې، د آسان خدمت د حقوقي چارچوکاټ، پالیسۍ او ستراتېژۍ په اړه عمومي معلومات وړاندې کړل.
    د پروسو د ساده سازۍ ټیم مسوول د ټرافیکو ریاست د اړوندو خدمتونو د پروسو د مطالعې او ساده سازۍ په اړه د ترسره شوي کار ګزارش وړاندې کړ. د دوی په وینا د یاد ریاست د خدمتونو پروسې د نورو
    ادارو په پرتله کمې ستونزې لري.


    همدا راز د یادې ادارې تخنیکي سلاکار د ټرافیکو ریاست د اړوندو خدمتونو د کمپیوټري کولو او د شته ستونزو د ختمولو په اړه پرزنټېشن وړاندې کړ.
    د حقوقي چارچوکاټ او پالیسۍ په باره د آسان خدمت حقوقي مشاور پرزنټېشن لا رڼا واچوله. د دوی په وینا مونږ تر هر څه لومړی د آسان خدمت د وظیفوي اړتیاوو مطالعه وکړه او د همدغو اړتیاوو پر اساس مو د حقوقي موانعو د له منځه وړولو لپاره د آسان خدمت د قانون مسوده چمتو کړه. .


    د ټرینینګونو مسوول، له ټولو ګډونوالو مننه وکړه او ویې ویل چې د آسان خدمت لپاره به مونږ او تاسې په ګډه داسې ستړیا ګالو؛ تر څو د روڼوالي او اغېزمنتیا له مخې د هیواد مثالي اداره ونومول شي.


    په پای کې د ټرافیکو عمومي رئیس ښاغلي مل پاسوال الحاج محمد شفیق سعیدي د آسان خدمت ادارې له مسوولینو مننه وکړه او ویې ویل، چې د نوو سیسټمونو پلي کول ستونزمن برېښي؛ خو چې عملي اقدام پرې وشي نو هغسې نه وي چې څومره پېچلی اټکل یې کېږي، لس کاله پخوا مونږ کمپیوټري پلیټونه نه درلودل؛ خو نن دا دی ۹۹ سلنه پلیټونه کمپیوټري شوي دي. دوی وویل چې په ادارو کې مثبت تغیرات په تدریجي ډول راځي او زمونږ هیله دا ده چې راتلونکی ټرافیکي سیسټم به له ننني سیسټم څخه پیاوړی وي.