آسان خدمت د لويې پکتیا ځوانانو ټولنې ته معلوماتي ورکشاپ دایر کړ

    نن پنجشنبه، د ۱۳۹۶۶ د غبرګولي په څلورمه د آسان خدمت ادارې د لویې پکتیا ځوانانو ټولنې او مدني فعالانو ته د آسان خدمت د ترسره شوو کارونو، اوسني وضعیت او راتلونکو پلانونو په اړه معلوماتي ورکشاپ دائر کړ.


    په پېل کې د آسان خدمت رئیس د آسان خدمت د تاریخچې، فرصتونو، پرېکړه لیکونو، د پېچلو پروسو د مطالعې او ساده سازۍ، د ساده سازۍ د میتودونو، د آسان خدمت د ودانیو، د معلوماتي ټکنالوژۍ، د روزنې سیسټم، د روزنې میتودونو، د ظرفیت لوړونې، د آسان خدمت د حقوقي چارچوکاټ، پالیسۍ او ستراتېژۍ په اړه عمومي معلومات وړاندې کړل، چې د ګډونوالو له خوا یې هرکلی وشو.


    د لویې پکتیا ځوانانو آسان خدمت اداره د روڼوالي او اغېزمنتیا په پرخه کې یوه بېلګیزه اداره وبلله او هیله یې څرګنده کړه، چې که آسان خدمت خپل فعالیتونه هر څومره ژر پېل کړي نو هیوادوال به په هماغه کچه د عامه خدمتونو په ترلاسه کولو کې له ستونزو خلاص شي.