د بشري قوې ریاست کارکوونکو ته مدیریتي او تخنیکي ورکشاپ دائر شو

    نن یکشنبه د ۱۳۹۶ د چنګاښ په ۱۸مه آسان خدمت د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري قوې ریاست کارکوونکو ته مدیریتي او تخنیکي ورکشاپ دائر کړ.
    د ورکشاپ په پېل کې د آسان خدمت روزنیز ټیم د یادې ادارې کارکوونکو ته د مدیریتي افهام و تفهیم، د مفاهمې د ډولونو، د مفاهمې د موانعو، د عملي کار، د تجربې د ارزښت او لېږد، د اړیکو، د وخت د مدیریت، د فیډ بېک، د ورځنیو کارونو د اولویت بندۍ او د ورځینو کړنو د خلاصه کولو په اړه پرزنټېشن وړاندې کړ.
    ورپسې د آسان خدمت تخنیکي ټیم د کورنیو وګړو د کار جواز لپاره د هغه چمتو کړي سیسټم په اړه پوښتنې وکړې، چې له څه مودې راهیسې، د آزموینې او تجربه کولو په پار د یادې ادارې مسوولینو ته په واک کې وکړل شوی و. تخنیکي ټیم د دغه سیسټم په اړه د یادې ادارې د کارکوونکو نیوکې او وړاندیزونه واورېدل او وټاکل شوه، چې راتلونکې چهارشنبه به د نیوکو او وړاندیزو پایله ګډونوالو ته وړاندې کړای شي.