د افغانستان دولتي پلاوی د لیتوانيا له سفر څخه خپل هیواد ته راستون شو

    د ماليې وزارت د اداري مرستیال ښاغلي محمد قاهر حیدري په مشرۍ یو دولتي پلاوی، چې د آسان خدمت عمومي رئیس ښاغلی شهزدا آریوبي، د کابل بانک رئیس خیبر عمرخېل او د سکوکو د پروژې مسوول ښاغلي جمال الرحمن پکې ګډون درلود، د لیتوانيا هیواد له یو رسمي سفر وروسته خپل هیواد ته راستون شو.

    یاد پلاوي لومړنۍ ناسته د افغانستان لپاره د لیتوانيا غیر مقیم سفير ښاغلي ډاکټر روکاس بیرنوتاس سره وکړه، چې د دواړو هیوادونو د اړیکو پر پراختیا پکې خبرې اترې وشوې. نوموړي له افغانستان سره د اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې لیتوانیا به له افغانستان سره په ډېرو برخو کې همکاره پاتې شي.


    پلاوي د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ښاغلي داریوس سره هم ناسته وکړه. په دې ناسته کې د دوه اړخیزه معلوماتو په شریکولو او د دواړو هیوادونو تر منځ د روابطو پر پیاوړي کولو خبرې اترې وشوې. ښاغلي داریوس له افغانستان سره د لیتوانیا د اړیکو ساتل اړین وګڼل او په بېلابېلو چارو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.


    همداراز ياد پلاوي د افغانستان لپاره د نوو پاسپورټونو د چاپوونکي لیتوانیايي شرکت (GP) له مسوولینو سره وکتل او د پاسپورټونو د چاپ له بهیر څخه یې لیدنه وکړه.

    پلاوي ته د لیتوانيا د ټاکنو کمېسیون استازو د یاد هیواد د ټاکنو په اړه یو پرزنټېشن وړاندې کړ او هیله یې څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې د افغانستان له ټاکنیز بهیر سره مرسته وکړي او د افغانستان له ټاکنیزو کمېسیونونو سره خپلې تجربې شریکې کړي.


    د کورنیو چارو وزارت د سائبر سیکورټۍ څانګې له مسوولینو سره د برښنايي حکومتولۍ، د برښنايي خدمتونو او د ERP سیسټم په اړه هم تفصیلي خبرې اترې وشوې.
    د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د لیتوانيا د مخکښو شرکتونو(Lithuanian ICT association, iTree, Algoritmu sistemos, Sekasoft, NRD CS, Fortconsult, Creditinfo) له خوا یاد پلاوي ته د د معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند په بېلابېلو برخو کې پرزنټېشنونه وړاندې شول.