له سترې محکمې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

     

    نن شنبه، ۱۳۹۶ د چنګاښ په ۳۱مه، د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي او د سترې محکمې رئیس ښاغلي سید یوسف حلیم په شتون کې، د آسان خدمت د رئیس ښاغلي شهزاد آریوبي او د قضایه قوې عمومي رئیس ښاغلي محمد صدیق ژوبل له خوا د مالیې وزارت او سترې محکمې تر منځ د Asan ERP سیسټم د پلي کېدو په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

     

     

    دغه سیسټم به د سترې محکمې د پېچلو پروسو په ساده سازۍ، د بنسټیز الکټرونیکي سیسټم په ایجاد، د اسنادو الکټرونیکي مدیریت، بشري سرچینو، مالې برخې، تدارکاتو، موجوده دارائیو، تفتیش او د پروژو د مدیریت په برخه کې ډېره مرسته وکړای شي.