د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې طرحه تائید شوه

     

    د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس ډاکټر اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا په غونډه کې د آسان خدمت رئیس ښاغلي شهزاد آریوبي د "موبایل له لارې د معاشونو ورکړې" په اړه طرحه

    وړاندې کړه، چې د یادې شورا له خوا تائید شوه.

    په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د معاشونو په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه به آسان خدمت اداره، له نورو اړوندو ادارو سره ګډ کار کوي؛ تر څو د معاشونو د ورکړې لړۍ آسانه شي او ټول دولتي کارکوونکي په دې برخه کې له شته ستونزو څخه خلاص شي.