5 جریبه ځمکه رسماً آسان خدمت ته انتقال کړی شوه


    کابل د ۱۳۹۵ کال د زمري ۱۹:
    نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې محترم شهزاد آریوبی د آسان خدمت برنامې رئیس، محترم الجاج امین الله تره خېل د نندراتون رئیس، محترم محمد رفیع ستانکزی د مالیې وزارت د املاکو رئیس، محترم محمد آجان سربلند د مالیې وزارت د املاکو د حفظ او مراقبت رئیس او محترم انجینیر محمد مختار د تجارت او صنایعو وزارت د مالي او اداري ریاست استازي ګډون درلود د تجارت او صنایوو وزارت اړوند ۵ جریبه ځمکه مالیې وزارت ته د آسان خدمت د اداري تعمیر او لومړي مرکز د جوړېدو په موخه انتقال کړی شوه.
    په سر کې محترم آریوبي د میلمنو له راتګ نه مننه وکړه او د اړوندو ادارو د لاهمکارۍ غوښتنه یې وکړه.
    ددې ترڅنګ الحاج امین الله تره خېل وویل، چې ددې برنامې په پلي کېدو به ډېری دولتي اداري سیستمونو ساده کړی شي چې اوس مغلق او پېچلي دي.