د مالیې وزارت او د آذربایجان جمهوریت ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

    د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي او د آذربایجان حکومت د عامه خدمتونو او ټولنیزو نوښتونو ملي ادارې مشرښاغلي انام کریموف ترمنځ په افغانستان کې د آسان خدمت مرکز د جوړیدو په اړه هوکړه لیک نن د چنګاښ په 22 مه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لاسلیک شوه.
    د لاسلیک پر مهال په داسې حال کې چې کابینې یو شمیر وزیرانو، د ولسي جرګې ځینو غړو، د خصوصي سکتور او مدنې ټولنو ځینو استازو هم حضور درلود، د مالیې وزیر وویل چې: "د اسان خدمت مرکز جوړیدل به خلکو ته د ټولنیزو او عامه خدمتونو په وړاندې کیدو کې ډیر اغیزمن تمام شي، په اداري فساد کې به کموالی راشي او خلکو به وکولای شي عامه خدمتونو په ډېر کم وقت کې ترلاسه کړي".

    د آذربایجان حکومت د عامه خدمتونو او ټولنیزو نوښتونو ملي ادارې مشر وویل چې د اذربایجان حکومت ددې مرکز په جوړیدو کې له افغانستان سره په تخنیکي برخو کې مرستې کوي او ددې مرکز کارکوونکو ته به د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې روزنه ورکړي.
    د اسان خدمت د مرکز مشر ښاغلي شهزاد آریوبي ددې مرکز د جوړیدو، تخنیکي برخو او ګټو په اړه ګډونوالو ته معلوماتي پریزنتیشن وړاندې کړ.
    د اسان خدمت مرکز جوړول د افغان دولت یو نوی نوښت دی چې په جوړیدو سره به یې خلک کولی شي چې په مالیې، کورنیوچارو، کار او ټولنیزو چارو، سوداګرۍ او نورو وزارتونو او ښاروالیو پورې اړونده ټول ټولنیز او عامه خدمات لکه تذکره، پاسپورټ، جواز سیر، لایسنس، نکاح خط، د پیدایښت تصدیق، موټر پلیټ، تعلیمي او تحصیلي اسناد او نور اړین اسناد د یو دفتر څخه په کم وخت کې ترلاسه کړي.
    د آذربایجان حکومت خپلو خلکو ته د ټولنیزو او عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې ډیر ښه نوم
    د یادولو وړ ده چې د آسان خدمت د مالیې وزارت په چوکات کې د تېر کال په وروستۍ ربع کې رامنځ ته شو او تر دم کړئ یې ټولې مقدماتي چارې بشپړې کړي او د آسان خدمت طرحې د تطبیق لپاره بشپړ چمتو والی لري.