د مالیي او کار،ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارتونو ترمنځ د "آسان"- د کار بازار معلوماتی سیتسم د ایجاد په هکله هوکړه لیک لاسلیک شو

    مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي او د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیرې آغلې نسرین اوریاخیل د وږې میاشتې په ۲۰مه د مالیې په وزارت کې د کار بازار معلوماتي سیستم د رامنځ ته کیدو له پاره هوکړه لیک لاسلیک کړ.  د لاسلیک پر مهال د مالیې وزیر وویل چې ددې سیستم په جوړیدو سره به د بیروکراسۍ مخه ونیول شي او پالیسۍ جوړوونکي به وکولی شي چې د مسلکي او د کدر شخصیتونو په اړه معتبر او دقیق ارقام ترلاسه کړي. ده زیاته کړه چې ددې سیستم په رامنځ ته کیدو به دولتي او خصوصي ادارې د کار موندنې له پاره یو مرکزي سیستم ولري.
    د کار، ټولینزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیرې آغلې نسرین اوریاخیل وویل چې دغه سیستم کولی شي چې بیروکراسي او اداري فساد کم کړي، د خدماتو په اړه د خلکو رضایت ترلاسه شي او د بې ځایه وخت ضایع کیدو مخه ونیول شي.

    د کار بازار معلوماتي سیستم رامنځ ته کول د آسان خدمت برنامې یو هدف دی چې په رامنځ ته کیدو سره به داخلي او بهرنیو اتباعو د کار جواز  ثبت او توزیع شی . دا سیستم به د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت ددې جوګه کړي ترڅو د غیر ضروري بهرني بشري ځواک له ورود څخه مخنیوی وکړي.
     د کار بازار معلوماتي سیستم له یوه لوري له هغه افرادو سره مرسته کوي چې د کار په لټه کې دي، ترڅو د "آسان وظیفې" په ځانګړي پورټال کې خپل معلومات ثبت کړي او له بل لوري ټول دولتی او خصوصي نهادونه ددې جوګه کوي ترڅو په ټول افغانستان کې د بشري ځواک او د کار بازار معلوماتو ته لاسرسی ولري. ددې سیستم جوړونه ټولو اداراتو سره مرسته کوي چې له یوې واحدې مرجع څخه دندې اعلان کړي او په مشخصو برخو کې د شایسته افرادو لیست د کار، ټولنیزو چارو،شهیدانو او معلولینو وزارت د کارموندې د خدماتو له مرکز او یا په آنلاین ډول ترلاسه کړي.