د آسان خدمت مشرتابه د کار،ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت له رهبرۍ سره کتنه وکړه.

    کابل د ۱۳۹۵ کال د زمري ۱۹ نېټه
    پرون له غرمې وروسته د آسان خدمت رئيس او پلاوي د کار,ټولنيزو چارو, شهیدانو او معلولينو له وزيرې او د ياد وزارت د کار او د اداري او مالي معين صاحبانو سره وکتل. پدې ناسته کې د آسان خدمت د کارونو لنډ ګزارش وړاندې شو او ددې برنامې د تطبيق په هکله او د پروسو د ساده سازۍ په هکله د ياد وزارت له محترمې وزيرې او د معينانو سره هراړخيز بحث وشو.

    د ياد وزارت وزيرې آسان خدمت په افغانستان کې يو مثبت ابتکار وباله او ژمنه يې وکړه چې ددې برنامې په تطبيق کې به د آسان خدمت له ټيم سره بشپړه همکاري ولري. د يادونې وړ ده چې په آسان خدمت کې د ياد وزارت درې خدمتونه (داخلي او بهرني اتباعو د کار جواز, د بشري قوې د سوانح برخه او د متقاعدينو د حقوقو ورکړه) په نظر کې نيول شوې ؤ خو د کار, ټولنيزو چارو, شهدا او معلولينو محترمې وزيرې وړانديز وکړ چې د دې وزارت د شهيدانو او معلولينو برخې ته هم په آسان خدمت مرکز کې ځای ورکړل شي, چې د آسان خدمت پلاوي له لوري يې هرکلی وشو.