د آسان خدمت حقوقي ټیم راستون شو


    کابل د تلې ۴مه
    د آسان خدمت ادارې د حقوقي متخصصینو ټیم، د دغې ادارې د عمومي مشر ښاغلي شهزاد آریوبي په مشرۍ تېره اونۍ، دوست هېواد اذربایجان ته کاري سفر درلود، چې نن شنبه د تلې په ۴مه نېټه، چې د سپټمبر له ۲۴مې نيټې سره سمون خوري، له یو شمېر لاسته راوړنو سره بېرته راوګرځېد.
    په دغه سفر کې یاد حقوقي ټیم د اذربایجان د آسان خدمت ادارې حقوقي جوړښت مطالعه کړ او د دوی قانوني چارچوکاټ ته یې ژوره کتنه وکړه. ورپسې د دواړو خواوو متخصصینو په ګډون یو مشترک حقوقي کمېسيون دایر شو، چې پکې د افغانستان آسان خدمت ادارې په تیارې شوې مسودې  ماده وار او تفصیلي بحث وشو، چې په نتیجه کې یې ذکر شوې مسوده لا روښانه او د افغانستان د اساسي قوانینو په مطابقت پیاوړې کړای شوه.


    همدا راز یاد حقوقي کمېسیون د افغانستان د آسان خدمت د لازمو طرزالعملونو او لایحو لپاره یو پلان ترتیب کړ، چې له مخې به یې د یادې ادارې فعالیتونه په غوره شکل تنظیمېږي. په پای کې د دواړو خواوو په سلا یو مهالوېش رامنځته شو، چې له مخې به
    یې د آسان خدمت حقوقي جوړښت تر بحث لاندې نېول کېږي تر څو د آسان خدمت تیاره شوې مسوده له حقوقي پلوه نوره هم غني کړای شي

    یاده دې وي، چې د آسان خدمت ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ، بشري سرچینو او د ظرفیتونو د لوړولو برخې مسلکي غړي د آذربایجان آسان خدمت ادارې له تجربو څخه د ګټې اخیستنې په منظور په پلازمېنه باکو کې دې او په نږدې راتلونکې کې به راستانه شي.