د آسان خدمت پلاوي د کورنیو چارو وزرات له استازو سره وکتل

     د تلې ۱۱مه – ۲۰۱۶ د اکتوبر ۲یمه
    د آسان خدمت یو پلاوي، د دغې ادارې د عمومي مشر ښاغلي شهزاد آریوبي په مشرۍ، د کورنیو چارو وزارت د پېژندپاڼو، پاسپورټ، ترافیکو، جنايي او د نفوسو د احوال ثبتولو ریاستونو له استازو سره، نن یکشنبه د ارشد امنیتي معینیت په تالار کې ناسته وکړه. په دې ناسته کې د آسان خدمت مشر ښاغلي آریوبي د اړوندو ادارو د آګاهۍ په منظور، د آسان خدمت (افغانستان) د حقوقي جوړښت او د آسان خدمت له لارې د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې  د چټکتیا، روڼوالي او اغېزمنتیا رامنځته کېدو په اړه یو پرزنټېشن وړاندې کړ، چې د ګډونوالو لخوا یې هرکلی وشو. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې آسان خدمت په عصري ټکنالوژۍ سمباله یوه داسې اداره ده، چې د کمپیوټري خدمتونو په ارائه کولو سره به د دولت او ولس تر منځ شته واټن راکم  کړي او په راتلونکي کې به، له دولت څخه د خدمتونو اړوند شکایتونو کچه له صفر سره برابره کړي.
    د کورنیو چارو وزارت د جنايي ریاست استازي محمداجان دینارخېل د آسان خدمت په ستایلو سره وویل: "له آسان خدمت سره به د کورنیو چارو وزارت د ټولو پاشلو ډېټابیسونو برښنايي (آنلاین) اړیکه پیدا شي او د مجرم او جنايي کارونو په تشخیص کې به له جنايي ریاست سره ډېره مرسته وکړای شي. دوی زیاته کړه، چې په نوره نړۍ کې له پیدايښت سره سم د ماشومانو بایومټرک کېږي، چې دغه کړنه د جرمونو په کمښت او کنټرول کې مرستندویه ثابته شوې، دوی هیله درلوده، چې آسان خدمت دې په راتلونکي کې له دغه ډول نړیوالو تخنیکونو نه په استفادې سره د هېوادوالو خدمت ته چمتوالی ونیسي."
    د برښنايي پېژندپاڼو تخنیکي رئیس ګل رحمن احمدزي وویل: "اوس مهال په کورنیو چارو وزارت کې د بایومټریک سیسټم ډېر زیات پیچیده او پاشلی دی. د برښنايي پېژندپاڼو بېل بایومټرک سیسټم دی، د پاسپورټ بېل، د جنايي ریاست بېل او د نورو برخو بېل بېل ډیټابېسونه او بایومټریک سسټمونه دي. له آسان خدمت سره به یو مرکزي بایومټریک سیسټم رامنځته شي، چې د ټولو ادارو لپاره به د استفادې وړ  او له هر ډول غیر قانوني کارونې به محفوظ وي.
     د هویت د تثبیت او ډیجټل سازي رئیس ښاغلي زمري باهر وویل، چې"د فساد اساسي علت، له کارمند سره د مراجعینو مستقیمه رابطه ده. د آسان خدمت له لارې به مونږ وتوانېږو، چې دغه غیرقانوني اړیکه قطع کړو او د اداري فساد مخه ونیسو."
    په پای کې د آسان خدمت عمومي رئیس ښاغلي شهزاد آریوبي د کورنیو چارو وزارت له استازو څخه وغوښتل، چې د عامه خدمتونو، په غوره توګه وړاندې کولو کې، له آسان خدمت سره خپله همغږي او همکاري ونه سپموي. دوی وویل، چې د آسان خدمت متخصصین اړتیا لري، چې د کورنیو چارو وزارت له اوسني وضعیت نه لیدنه وکړي تر څو پوه شي، چې یاد وزارت کومه ټکنالوژۍ کاروي؟ کومې ستونزې لري؟ او څه تدابیر باید ونیسي؟همدا راز ښاغلي آریوبي وویل، چې مونږ به په نږدې راتلونکي کې د کورنیو چارو وزارت د اړوندو ادارو کارکوونکیو لپاره د ظرفیت لوړونې او د آسان خدمت له عصري ټکنالوژۍ سره د بلدتیا په منظور، روزنیز پروګرامونه هم دایر کړو، چې د خدمتونو په وړاندې کولو کې ستونزه رامنځته نه شي.