د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ
هر افغان چي په دولتي یا خصوصي ادارو کې کار کوي، باید د کار جواز ولري. د کار جواز د ترلاسه کولو لارې چارې لاندې مشخصې شوې دي.
متقاضي کولای شي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري ځواک ریاست له اړوندې څانګې څخه، یا د ګمارونکې ادارې د بشري سرچینو له څانګې، یا د یاد وزارت له ویبپاڼې او یا هم د آسان خدمت ادارې له ویب پاڼې څخه د غوښتنې فورمه ترلاسه کړي. کله چې د غوښتنې فورمه ډکه کړای شوه؛ نو بېرته باید د بشري ځواک ریاست اړوندې څانګې ته وسپارل شي. د خدماتي څانګې کارکوونکی د اړینو اسنادو له کتنې او ارزونې وروسته معلومات ډېټابېس ته رسوي. ډېټابېس په اتومات شکل معلومات د تائید لپاره آرشیف ته استوي او د آرشیف څانګه د ثبت شوو معلوماتو له ارزونې وروسته کارکوونکي ته په څو دقیقو کې په الکټرونيکي بڼه ځواب ورکوي. تر دې وروسته د اړوندې څانګې کارکوونکی متقاضي ته بانکي تعرفه ورکوي. متقاضي باید ټاکلې پیسې په بانک کې جمع کړي. له برښنايي تائید او د رئیس له لاسلیک وروسته متقاضي ته د کار جواز ورکول کېږي.
د افغانستان د کار قانون پر بنسټ ټول هغه بهرني وګړي، چې په افغانستان کې کار کوي، د کار جواز درلودل یې اجباري دي. بهرنیو وګړو ته هغه مهال د کار جواز ورکول کېږي، چې په هغه برخه کې افغان وګړي د کارکولو مهارت او قابلیت ونلري؛ له دې پرته هېڅ بهرني وګړي ته د کار جواز نه صادرېږي او په افغانستان کې د کار کولو حق هم نلري.
بهرني وګړي باید د کار جواز د ترلاسه کولو په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بهرنیو وګړو د کار جواز ریاست ته له اړوندو اسنادو سره یو ځای مراجعه وکړي.
اصلي پاسپورټ له اعتبار وړ ویزې سره، د ګمارونکې ادارې له لوري رسمي پېژند لیک، د ګمارونکې ادارې جواز او غوښتنلیک، چې د ګمارونکې ادارې له لوري لاسلیک او ټاپه شوی وي
آسان خدمت ادارې د پاسپورټ د ترلاسه کولو پېچلې او وخت نیوونکې پروسې ساده او لنډې کړې دي. هېوادوال اوس کولای شي په خورا کم وخت کې په آنلاین ډول پاسپورټ ترلاسه کړي.
د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.
آسان جواز د کورنیو او بهرنیو وګړو لپاره، چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري، فعالیت کوي.