-

د عامه خدمتونو د پروسو ساده کول او تر یو چتر لاندې راټولول
د دغي برخي کار د عامه خدمتونو د
پېچلو پروسو ساده کول او ټول خدمتونه تر یو چتر لاندې راټولول دي، چې د
آسان خدمت د طرحې اډانه تر ډېره په همدې برخې ولاړه ده.
پرمختګ
- د پروسو د ساده کولو متخصصانو د
آذربایجان د عامه خدمتونو د پروسو د مطالعې او د څارنې سیسټم د کتنې او د
یاد سیسټم د پلي کولو په موخه آذربایجان ته سفرونه کړي.
- د پروسو د ساده کولو او تر یو چتر لاندې د راټولولو کړندود او کاري میتود چمتو شوي دي.
- له دولتي او غیر دولتي ادارو د سره غوره همغږي رامنځته شوې ده.
- د اوو (۷) دولتي ادارو، د عامه خدمتونو ۴۸ پروسې مطالعه او په درې ژبو (پښتو، دري او انګلش) کټلاګ او ترسیم شوې دي.
- د ۲۳ عامه خدمتونو پروسې ساده شوې او د آسان خدمت په مرکز کې یې د مدغمولو چارې جریان لري.
- د تقاعد ریاست ستونزي مطالعه شوې
او د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کاري ټیم په مرسته د ستونزو د حل طرحه
چمتو او د پلي کولو په درشل کې ده.
- په کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د
کورنیو او بهرنیو وګړو د کار جواز پروسې ساده شوې او د کار جواز د وېش
لپاره نوې عصري غرفې جوړې شوې دي.
- د پاسپورټونو د وېش او د بهرنیو
وګړو د ویزو د تمدید پروسې ساده شوې ديد پاسپورټونو د وېش او د بهرنیو وګړو
د ویزو د تمدید پروسې ساده شوې دي.
- د پاسپورټ د وېش ودانۍ طرحه او رغول شوې ده.
- د حضوري چمن تر څېرمه د سوداګرۍ په خونه کې د کوچنۍ، منځنۍ او لویې مالیې ورکولو د پروسو د ساده
- سازۍ پلان جوړ شوی او تدارکاتي چارې یې جریان لري.
- د خدمتونو په اړه د پوښتنې او ځواب ورکونې اسناد په درې ژبو (پښتو، دري او انګلش) کې چمتو شوي دي.
فعالیتونه |
تشریحات |
وضعیت |
د آسان خدمت (آذربایجان) پر اساساتو پوهېدنه |
د آذربایجان د آسان خدمت پر
اساساتو د پوهېدنې په موخه، په بېلابېلو مرحلو کې د یو شمېر کارپوهانو
اونیز سفرونه، چې پکې د عامه خدمتونو له وړاندې کولو څخه د څارنې د سیسټم
کتنه هم پکې وشوه. |
بشپړ |
د ساده سازۍ تګلاره |
د عامه خدمتونو د پروسو د ساده کولو او په آسان خدمت کې د مدغم کولو تګلاره چمتو شوې ده. |
بشپړ |
د پروسو په ساده کولو کې له اړوندو ادارو سره همغږي |
د فساد د مخنیوي په پار له IARCDC، HOOAC، DI، USAID او نړیوال بانک سره همغږي |
بشپړ |
د یو شمېر عامه خدمتونو د پروسو مطالعه او ترسیمول |
د ۸ ادارو د ۴۸ عامه خدمتونو پروسې مطالعه شوې او په ګرافیکي بڼه په BPMN کې په پښتو، دري او انګلش ژبو فهرست شوې. |
بشپړ |
ترسره شوې ساده سازي |
۴ عامه خدمتونو (پاسپورټ، د
کورنیو وګړو لپاره د کار جواز، د بهرنیو وګړو لپاره د کار جواز او د بهرنیو
وګړو د ویزې تمدید) ساده کړای شوي دي |
بشپړ |
د مالیه ورکونې د بهیر ادغام |
د کوچنۍ، منځنۍ او لویې مالیې د ورکړې، درې واړه خدمتونو یو ځای راټول کړای شول |
جریان لري |
یو شمېر عامه خدمتونه چې په لومړي پړاو کې ساده شوي دي |
د ۲۳ عامه خدمتونو پروسې په لومړي سر کې ساده کړای شوې دي، او په ۹ نورو خدمتونو کار جریان لري. |
جریان لري |