-

پالیسۍ او حقوقي چارچوکاټ:
په دې څانګه کې د پالیسۍ، سټراټیجي
او د حقوقي چارچوکاټ برخې شاملې دي، چې وکولای شي د آسان خدمت اداره د
عامه خدمتونو د وړاندې کولو په برخه له حقوقي خنډونو وژغوري. د عامه
خدمتونو د پروسو ساده کول، د آسان خدمت ادارې حقوقي حیثیت او اداري چارې، د
نوې ټکنالوجي معرفي کول او د عامه خدمتونو پروسې برښنايي کول یوې حقوقي
مطالعه او څارنې ته اړتیا لري.
پرمختګ
فعالیتونه |
تشریحات |
وضعیت |
د آذربایجان د آسان خدمت حقوقي ارزونه |
آذربایجان د آسان خدمت د حقوقي چارچوکاټ ارزونې په موخه آذربایجان ته د آسان خدمت د یو تن حقوق پوه سفر |
تکمیل |
د آسان خدمت مفهوم د یوې مسودې په بڼه |
آسان خدمت مفهوم د یوې مسودې په بڼه چمتوې شوې ده. |
تکمیل |
د آسان خدمت اداري حقوقي چارچوکاټ |
د آسان خدمت حقوقي چارچوکاټ د عدلیې وزارت تر نظارت لاندې د یوې مسودې په بڼه چمتو شوی دی. |
د بیا کتنې په مرحله کې |
د پروسو د ساده کولو پر بهیر حقوقي اغیزې |
د عامه خدمتونو د پروسو پر ساده کولو او برښنايي کولو باندې د حقوقي اغیزو لپاره یوه حل لاره باید وټاکل شي. |
جریان لري |
عمومي تګلاره او پالیسي |
عمومي تګلارې او پالیسۍ اسناد، د بېلګې په توګه (د اجرایوي پلاوي صلاحیتونه) او وغیره، لیکل شوي او د یوې مسودې په بڼه چمتو شوي دي. |
جریان لري |