د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ
آسان خدمت ادارې د پاسپورټ د ترلاسه کولو پېچلې او وخت نیوونکې پروسې ساده او لنډې کړې دي. هېوادوال اوس کولای شي په خورا کم وخت کې په آنلاین ډول پاسپورټ ترلاسه کړي.
د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.
ټول صادر شوي 31000 ورځني صادر شوي 200
آسان جواز د کورنیو او بهرنیو وګړو لپاره، چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري، فعالیت کوي.
MSP د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم دی، چې د دولتي کارکوونکو د هوساینې په پار رامنځته شوی. دغه سیسټم د نورو ښېګڼو تر څنګ ټول دولتي بنسټونه له یو بل سره نښلوي
برښنايي تذکره یو معتبر ملي سند دی، چې د افغان وګړي هویت او د استوګنې ځای تثبیتوي. دغه ملي سند د پېژندنې د نړیوالو معیارونو پر بنسټ چمتو شوی دی.
آسان وظیفه په افغانستان کې د کار غوښتونکو او د بشري قوې د غوښتونکو لپاره د اطلاع رسونې یوه کره دولتي شبکه ده. تر دې دمه په افغانستان کې هیڅ داسې انټرنیټي شبکه، سرچینه او میکانیزم نه و موجود، چې له مخې یې د بشري قوې کره شمېرنه په کم وخت کې وړاندې کړای شي
له کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د غوره همغږۍ تر څنګ عامه اړیکې د آسان خدمت له مهمو برخو څخه شمېرل کېږي. دا چې په لومړي سر کې د آسان خدمت مکلفیت د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په بهیر کې آسانتیاوې رامنځته کول دي؛ نو په همدې اساس د عامه خدمتونو په بیر کې د بدلونونو او پرمختګونو په اړه معلومات د دې څانګې بنسټیز مسوولیت دی
معلوماتي ټکنالوجي د آسان خدمت په طرحه کې بنسټیز رول لوبوي. د عامه خدمتونو د ساده کولو او وصل کولو لپاره اړینه ده چې د آسان خدمت له لارې د برښنايي حکومتولۍ یو چارچوکاټ رامنځته شي. د دې تر څنګ د آسان خدمت مرکزونه د عملیاتو لپاره پراخې سافټویري ټکنالوجۍ ته اړتیا لري.
د دغي برخي کار د عامه خدمتونو د پېچلو پروسو ساده کول او ټول خدمتونه تر یو چتر لاندې راټولول دي، چې د آسان خدمت د طرحې اډانه تر ډېره په همدې برخې ولاړه ده.
د آسان خدمت ماډل بریا د مدیریتي او عملیاتي کارکوونکو په کیفیت پورې تړلې ده. د دې کاري برخې (بشري سرچینو) موخه د مستعدو کارکوونکو ګمارنه او تقویه ده. د آسان خدمت د کارکوونکو او د اړوندو ادارو د کارکوونکو روزنه د آسان خدمت له بنسټیزو موخو څخه ده. یو غوره کړندود او د څارنې او ارزونې یو کره سیسټم به رامنځته شي، چې وکولای شي د معیاري عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې مرسته وکړي.
په دې څانګه کې د پالیسۍ، سټراټیجي او د حقوقي چارچوکاټ برخې شاملې دي، چې وکولای شي د آسان خدمت اداره د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په برخه له حقوقي خنډونو وژغوري. د عامه خدمتونو د پروسو ساده کول، د آسان خدمت ادارې حقوقي حیثیت او اداري چارې، د نوې ټکنالوجي معرفي کول او د عامه خدمتونو پروسې برښنايي کول یوې حقوقي مطالعه او څارنې ته اړتیا لري.
د آسان خدمت د مرکزي ادارې او د لومړني خدماتي مرکز لپاره ځانګړې ودانۍ جوړېږي، چې د خدمتونو ټولې سیمه ایزې او ولایتي څانګې کنټرول او اداره کوي. د یادې ودانۍ ډيزاین د ځانګړو لارښودونو او نړیوالو معیارونو پر بنسټ چمتو شوی دی.
د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه (MSP) د دولت له لوري شخص ته د پیسو د ورکړې (G2P) د برښنايي کولو او د مالي مشارکت د تقویې په برخه کې عمده رول لوبوي. د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو په وزارت کې، د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې له یوې امتحاني دورې وروسته جلالتمآب جمهور رئیس په پوهنې وزارت او نورو وزارتونو کې د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې د پراختیا مسوولیت آسان خدمت ادارې ته وسپاره.