د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

آسان خدمت ادارې د کوویډ-۱۹ یا کرونا ویروس په اړه د کره شمېرو د خپرولو او د دې ناروغۍ په تړاو د عامه پوهاوي په موخه کرونا اپلېکشن جوړ کړ، چې د عامې روغتیا وزارت په واک کې به یې ورکړي. دا اپلېکشن له دې وزارت سره مرسته کوي، چې د یادې ناروغۍ په تړاو کره ملي او نړیوالې شمېر له هېوادوالو او رسنیو سره شریکې او د نادرستو شمېرو او بې بنسټه معالجوي لارو چارو له خپراوي څخه مخنیوی وکړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلي محمد فهیم هاشمي له آسان خدمت ادارې څخه د مننې تر څنګ زیاته کړه، چې د کره او پر وخت معلوماتو او ارقامو لپاره موږ یو دولتي اپلیکشن ته اړتیا درلوده، څو عامه افکار له بې ځایه اندېښنو څخه خوندي او سمو لارښوونو سره دا مبارزه لا ګړندۍ کړي.

دا سیسټم د ټول هېواد، ولایتونو او ولسوالیو په کچه د دې ناروغۍ د مثبتو، مشکوکو، رغېدلیو او فوتي پېښو په اړه کره مالومات ورکوي او د دې ترڅنګ د هېوادوالو د عامه پوهاوي په موخه د عامې روغتیا وزارت او نړیوالو روغتیايي بنسټونو له لوري شریکې شوې د وقایې او معالجې او د دې ویروس د خپرېدو د مخنیوي ټولې لازمې لارښوونې وړاندې کوي. دغه راز، د کرونا ناروغۍ لپاره د آنلاین ټیسټ غوښتنلیک وړتیا لري او خلک کولای شي له دې لارې عامې روغتیا وزارت ته په خپلو سیمو کې د کرونا د شکمنو پېښو په اړه راپور ورکړي.

د آسان خدمت ادارې رییس ښاغلي محمد نعیم څمکني په دې تړاو وویل، اوسمهال چې خورا ترینګلي شرایط دي، د یادې ناروغۍ په تړاو عامه پوهاوی او د مالوماتو شریکول یو څه ستونزمنه چاره ده. له همدې امله دا اپلېکشن د عامې روغتیا وزارت، رسنیو او ټولو هېوادوالو لپاره یوه موثقه سرچینه کېدلای شي، چې د ټولو لپاره د اعتبار وړ کره شمېرې، د وقایې او تداوۍ په موخه د عامه پوهاوي مواد او نور اړوند ټول اړین مواد وړاندې کړي.   

کرونا اپلېکشن په «انډرویډ» او «آی.او.اس» مبایل سیسټمونو او کمپیوټرونو کې د کارېدلو وړتیا لري. تاسو کولای شئ، چې له لاندې لینک څخه کرونا اپلېکشن کښته او د دې ناروغۍ د مثبتو، شکمنو، رغېدلو او فوتي پېښو په اړه کره شمېرې او د وقایې او معالجې اړوند لازمې لارښوونې ترلاسه کړئ:  http://corona.asan.gov.af/

  • آسان پاسپورټ

    آسان خدمت ادارې د پاسپورټ د ترلاسه کولو پېچلې او وخت نیوونکې پروسې ساده او لنډې کړې دي. هېوادوال اوس کولای شي په خورا کم وخت کې په آنلاین ډول پاسپورټ ترلاسه کړي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د کورنیو او بهرنیو وګړو لپاره، چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري، فعالیت کوي.

  • د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه

    MSP د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم دی، چې د دولتي کارکوونکو د هوساینې په پار رامنځته شوی. دغه سیسټم د نورو ښېګڼو تر څنګ ټول دولتي بنسټونه له یو بل سره نښلوي