د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

آسان خدمت اداره، له تېرو څو میاشتو راهیسې د حج فریضې د موجودو پروسو پر ساده کولو او په دې برخه کې د لازمو آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د یوه برېښنايي سیسټم پر جوړولو کار کوي، چې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

د دې ادارې د تخنیکي او ساده سازي ټیمونو د زیار په پایله کې، د حج برېښنايي سیسټم لومړنۍ بڼه چمتو او د حج موجودې پروسې تر ساده کولو وروسته له ۱۷ څخه ۹ هغو ته راکمې شوې دي.

دا سیسټم په نژدې راتلونکي کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته په آزمایښتي ډول سپارل کېږي، چې د هغوی له وړاندیزونو او نظریو وروسته به یې وروستۍ بڼه یاد وزارت ته د پلي کېدو په موخه وسپارل شي.

د حج برېښنايي سیسټم، د حج فریضې د ادا‌ء کولو په برخه کې د لازم شفافیت د رامنځته کولو ترڅنګ، د دې پروسې عواېد او لګښتونه هم په شفافه بڼه تنظیموي. 

د آسان خدمت ادارې د تخنیکي ټیم د مالوماتو پر بنسټ دا سیسټم د حاجیانو د نوم لیکنې، د پیسو تحویلي، د حاجیانو او ناظمینو د ټاکلو، د ناظمینو د آزموینې او د هغوی د ټریننګ، د حاجیانو د حالت، د ویزې او ټکټ اخیستل، د عمارو مالومات، د رپوټ ورکول او دې ورته ځینې نورې برخې لري، چې له عملي کېدو سره به یې په کلني ډول شاوخوا ۳۰ زرو حاجیانو ته لازمې آسانتیاوې رامنځ ته شي.

آسان خدمت اداره ژمنه ده، چې د هېوادوالو د لا هوساینې لپاره د حج برېښنايي سیسټم هم په دویم پړاو کې د آنلاین پاسپورټ په ډول په آنلاین بڼه تنظیم او د آنلاین نوم لیکنې آسانتیاوې به پکې رامنځته کړي.

  • آسان پاسپورټ

    آسان خدمت ادارې د پاسپورټ د ترلاسه کولو پېچلې او وخت نیوونکې پروسې ساده او لنډې کړې دي. هېوادوال اوس کولای شي په خورا کم وخت کې په آنلاین ډول پاسپورټ ترلاسه کړي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د کورنیو او بهرنیو وګړو لپاره، چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري، فعالیت کوي.

  • د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه

    MSP د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم دی، چې د دولتي کارکوونکو د هوساینې په پار رامنځته شوی. دغه سیسټم د نورو ښېګڼو تر څنګ ټول دولتي بنسټونه له یو بل سره نښلوي