د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

د حج برېښنايي سیسټم لومړنۍ چمتو شوې بڼه حج او اوقافو وزارت ته وړاندې شوه

آسان خدمت ادارې له ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره د شوې هوکړې له مخې د حج موجودو پروسو د ساده کولو او د حج برېښنايي سیسټم د جوړولو چارې پای ته ورسولې او رسماً یې د دې سیسټم لومړنۍ بڼه د یو پرزنټېشن له لارې یاد وزارت ته وړاندې کړه.

د حج نوی برېښنايي سیسټم نن چهارشنبه (۱۱ چنګاښ) په آزمایښتي ډول د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته د یوې ناستې په ترڅ کې وړاندې شو، چې د هغوی د نظریو او وړاندیزونو پر بنسټ به یې وروستۍ بڼه چمتو او د پلي کېدو په موخه به یاد وزارت ته ورکړل شي.


د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر ښاغلي عبدالحکیم منیب د دې سیسټم د جوړېدو له امله له آسان خدمت ادارې څخه د مننې ترڅنګ، غوښتنه وکړه، چې یاد سیسټم باید په لنډ ممکن وخت کې په آزمایښتي ډول پیل او لومړنۍ بڼه یې دوی ته وسپارل شي.  

د آسان خدمت ادارې رئیس ښاغلي محمد نعیم څمکني د حج برېښنايي سیسټم له جوړېدو خوښي وښوده او په دې برخه کې یې د آسان خدمت ادارې او د حج او اوقافو وزارت د همکارانو د ګډو هڅو ستاینه وکړه.

ښاغلي څمکني زیاته کړه، چې دوی حتا د کرنتین پر مهال د دې سیسټم پر جوړولو کار وکړ او پر نړیوال سټنډرډ برابر یو سیسټم ته یې پراختیا ورکړه او که چېرې د حج او اوقافو وزارت د مسوولینو له لوري د کومو تغییراتو وړاندیز کېږي؛ هغو ته به هم پکې ځای ورکړل شي.

د آسان خدمت ادارې مرستیال عبدالهادي ذهین بیا دا سیسټم خورا پرمختللی یاد کړ، چې پر وینا یې له وروستۍ ټکنالوجۍ پکې ګټه اخیستل شوې او هېڅوک نشي کولای لاسوهنه پکې وکړي.

ښاغلي ذهین زیاته کړه، دا سیسټم شپږ ماډلونه لري، چې له یو بل سره تړلي او ټول ولایتونه پکې وصل شوي، چې له پلي کېدو سره به یې په یاده پروسه کې لازمه روڼتیا او آسانتیاوې رامنځ ته شي.

د آسان خدمت ادارې د تخنیکي ټیم د مالوماتو پر بنسټ دا سیسټم د حاجیانو د نوم لیکنې، د پیسو تحویلي، د حاجیانو او ناظمینو د ټاکلو، د ناظمینو د آزموینې او د هغوی د ټریننګ، د حاجیانو د حالت، د ویزې او ټکټ اخیستل، د عمارو مالومات، د رپوټ ورکول او دې ورته ځینې نورې برخې لري، چې له عملي کېدو سره به یې په کلني ډول شاوخوا ۳۰ زرو حاجیانو ته لازمې آسانتیاوې رامنځ ته شي.

آسان خدمت اداره ژمنه ده، چې د هېوادوالو د لا هوساینې لپاره د حج برېښنايي سیسټم هم په دویم پړاو کې د آنلاین پاسپورټ په ډول په آنلاین بڼه تنظیم او د آنلاین نوم لیکنې آسانتیاوې به پکې رامنځته کړي.

  • آسان پاسپورټ

    آسان خدمت ادارې د پاسپورټ د ترلاسه کولو پېچلې او وخت نیوونکې پروسې ساده او لنډې کړې دي. هېوادوال اوس کولای شي په خورا کم وخت کې په آنلاین ډول پاسپورټ ترلاسه کړي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د کورنیو او بهرنیو وګړو لپاره، چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري، فعالیت کوي.

  • د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه

    MSP د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم دی، چې د دولتي کارکوونکو د هوساینې په پار رامنځته شوی. دغه سیسټم د نورو ښېګڼو تر څنګ ټول دولتي بنسټونه له یو بل سره نښلوي